Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د افغانستان کرکټ بورډ له بالينګ روزونکي، عمرګل سره قرارداد نه دی غځولی

0
د افغانستان کرکټ بورډ له بالينګ روزونکي، عمرګل سره قرارداد نه دی غځولی

د پاکستان پخواني لوبغاړي عمرګل ويلي چې د افغانستان کرکټ بورډ ورسره قرارداد نوی کړی نه دی.

هغه د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د افغان ملي لوبډلې د بالرانو د روزونکي په توګه رسمي دنده پيل کړې وه.

عمر ګل د دیسمبر پر ۳۱مه پر ټويټر ليکلي چې له افغانستان کرکټ بورډ مننه کوي‌ چې د روزونکي په توګه یې ګمارلی وو: " لکه څنګه چې د افغانستان کرکټ ټیم سره زما د روزنې دوره پای ته ورسېده، زه له دوی څخه مننه کوم چې په ما یې باور وکړ. ما په خپل ټول توان له دې لوبډلې سره کار وکړ او دا زما په روزنیزه دنده کې ډېر ښه وخت وو. ښه راتلونکې ورته غواړم."

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د رسنیزې څانګې مشر عبدالله خان پکتیاني په دې تړاو ازادي راډیو ته ویلي چې له عمرګل سره د ۵ میاشتو هوکړه لیک لاسلیک شوی وو چې د دیسمبر پر ۳۱مه ختم شو.

هغه زیاته کړه چې عمرګل د افغان لوبډلې د تېزو بالرانو سره په متحده عربي اماراتو کې  د روزنې په برخه کې کار وکړ خو بورډ ورسره قرارداد نوی نه کړ. پکتياني وويل: "ښاغلي عمرګل د افغان توپ اچوونکو په روزنه کې غوره رول ادا کړی. دا چې اوس یې قرارداد پای ته رسېدلی، افغان کرکټ بورډ ورته د بریاو، لاسته راوړنو او خوښیو ډک ژوند هیله کوي."

کرکټ بورډ نه دي ویلي چې د عمر ګل پرځای به څوک د افغان ملي لوبډلې د روزونکي په توګه په دنده وګوماري. په اوسمهال کې د افغانستان کرکټ لوبډلې مشر روزونکی، د انګلينډ پخوانی لوبغاړی، جنتن ټراټ او مرستيال روزونکی پخوانی افغان لوبغاړی، رییس احمدزی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د یسمبر پر ۲۹مه، راشد خان د شل اووریزو لوبډلې د مشر په توګه وټاکه. هغه ته دا دنده د يو بل مشهور افغان لوبغاړي،‌ محمد نبي پر ځای ورکړل شوې ده. نبي د سیپتمبر په میاشت کې شوي شل اووریز نړيوال کرکټ جام کې د افغان لوبډلې د ښې لوبې نه ترسره کولو وروسته، استعفا ورکړې وه.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *