Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

بې پولې خبریالان: پاکستان د خبریالانو لپاره پينځم خطرناکه هېواد دی

0
بې پولې خبریالان: پاکستان د خبریالانو لپاره پينځم خطرناکه هېواد دی

د رسنيو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې، بې پولې خبريالان يا رپورټرز ويد اوټ‌ بارډرز په يو نوي راپور کې ويلي چې پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره پينځم خطرناکه هېواد دی.

دې ادارې د ۲۰۲۲ کال په پای کې په خپل کلني راپور کې ويلي چې په پاکستان کې لا هم رسنۍ معلوماتو ته د لاسرسي او خبریالان د امنيتي په برخه کې ډېرې ستونزې لري.

دا خپلواکه اداره هر کال د خبریالانو ژوند ته ورپېښو ګواښونو او نورو مسايلو په اړه کلنی راپور خپروي. دا ځل یې په راپور کې ويلي چې د تېرو ۲۰ کلونو شمېرې ښيي چې په ټوله نړۍ کې ۱۶۶۸ خبریالان وژل شوي دي. په دغو کې ۹۳ یې په پاکستان کې دي نو ځکه دغه هېواد د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره پينځم خطرناکه ملک دی. په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې خبریالان د وسله والو له ګواښونو او امنيتي ادارو له څاره ډير شکايت لري.

په پېښور کې خبريال فدا عديل د جنورۍ په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې خبریالانو ته ورپېښې ستونزې ځکه نه ختميږي چې پر هغوی بریدونو کوونکو ته سزاوې نه ورکول کيږي. 

نوموړي زیاته کړه: "خصوصا زموږ په خیبر پښتونخوا کې حالات ډير خراب دی. موږ ته ګواښونه کيږي او د تشدد پېښې هم وشي. ډيره د افسوس خبره دا ده چې کله کوم خبریال ته څه زیان ورسيږي نو نه د زیان اړوونکي هم هېڅ پته نه لګي. حکومت او ادارې هم په دې اړه غيرذمه داره کردار لوبوي او زیان اړوونکي هېڅ نه معلوميږي."

په ۲۰۲۲ کال کې د پاکستاني خبريالانو پر ضد د تشدد تر ټولو لويه پېښه د ارشد شريف هغه وه. د کينيا په پلازمېنه نېروبي کې پوليسو ويلي چې ارشد شريف د اکتوبر پر ۲۳مه تر هغې وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شول چې د هغه ډرايور پر امنيتي پوسته موټر و نه دراوه. د پولیسو په وينا، دوی په سيمه کې د غلا د يوې پېښې په تړاو د مشکوکو غلو په لټون ول چې ارشد شريف د شناخت د غلطۍ له وجې ورڅخه ووژل شو.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی وو او د کينيا له حکومته یې په پېښه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه. خو تر اوسه پورې په دې لړ کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. 

په خيبر پښتونخوا کې د خبریالانو يوې اتحادیې، خيبر يونين اف جرنلسټس پخواني مشر فدا خټک مشال راډيو ته وويل چې حکومتونه بايد د خپلو خبریالانو وګړو د ژوند يقيني کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي. هغه زیاته کړه چې که يو خبریال ځان خوندي نه ګڼي، هغه به په ازاد ډول صحافت نه شي کولی.‌ "رسنۍ هم بايد د خپلو خبریالانو د ژوند حفاظت وکړي او هغوی ته داسې چاپيريال برابروي چې هغوی پکې سم کار وکړای شي."

په پاکستان کې د تېرو حکومتونو په څير، د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ اوسني ایتلافي حکومت هم ويلي چې د خبریالانو حفاظت به يقيني کوي او رسنيوو ته به د خپلواک کار اسانتیاوې برابروي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *