Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

په افغانستان کې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان کورنيوو چارو وزیر بیان پارونکی بللی

0
په افغانستان کې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان کورنيوو چارو وزیر بیان پارونکی بللی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان کورنیو چارو وزیر هغه څرګندونې پاروونکې بللې چې ويلي یې وو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر پتنځایونو د پاکستاني بریدونو امکان موجود دی. 

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د شواهدو له مخې د تحريک طالبان پاکستان مرکزونه په پاکستان کې دننه دي. خو په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې که بیا هم د پاکستان څه مسله وي، کولی شي "د تفاهم له لارې یې حل کړي". د بیان ترمخه،  "د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي". 

د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د دیسمبر په ۳۱مه د پاکستان له یو شخصي ټیليویژن ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې ويلي وو چې که د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدامات نه کوي نو کیدای شي چې اسلام اباد په افغانستان کې د ټي ټي پي پر ضد کاروايي وکړي.

 

د پاکستان حکومت د امنيت ټينګولو لپاره تحريک طالبان پاکستان سره د جون له میاشتې راهیسې اوربند کړی وو. دواړو خواوو په کابل کې مذاکرات کړي وو چې منځګړتوب یې افغان طالبانو وکړ. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره کړی اوربند ختموي. د دې تحريک لخوا په يوه اعلاميه کې ادعا شوې وه چې د پاکستان پوځ د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه بیا حملې پيلوي. د دې وعدو تفصيل نه دی ورکړل شوی. 

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د مرکز د شمېرو په اساس د ۲۰۲۱ کال له اګست د ۲۰۲۲ کال تر اګست پورې ټي ټي پي په پاکستان کې شاوخوا ۲۵۰ بریدونو کړي چې په پایله کې یې ۴۱۳ کسان وژل شوي او ۷۱۹ نور ټپيان دي. د پاکستان لخوا ترهګرې ګرځول شوې دې ډلې د دیسمبر پر ۳۱مه رسنيوو ته په لېږلو شمېرو کې ويلي چې دوی په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي. تر ټولو ډېرې حملې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي. دې ډلې ادعا کړې چې په دې بریدنو کې يې ۱۰۱۵ پوځيان، پولیس، د استخباراتي ادارو کارکوونکي او د حکومت ملاتړ لرونکي امن کمېټو غړي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو د ۲۰۲۲ م کال د اپرېل په شپاړسمه د افغانستان په خوست ولایت کې د سپېرې ولسوالۍ څلور کلي په دې دلیل بمبار کړل چې هلته د ټي ټي پي وسله والو مرکزونه وو. په هغه برید کې تر ۵۰  زیات عام وګړي وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شوي وو. د اپرېل په ۱۵ هم د کونړ په شلتن کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یوه ښځه او درې ماشومان وژل شوي وو.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *