Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

نړيوالو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د څه دپاسه ۹ اربه ډالو مرستې ژمنه وکړه

0
نړيوالو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د څه دپاسه ۹ اربه ډالو مرستې ژمنه وکړه

د جنورۍ پر نهمه، په لسګونه هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د تېر کال له سېلابونو د بحالۍ لپاره له پاکستان سره د څه د پاسه نهه اربه ډالرو مرستو ژمنه کړې ده.

په دې کې د اسلامي پرمختيايي بېنک (اسلامک ډیولپمنټ بېنک) لخوا څلور اعشاریه دوه او د اسیايي پرمختيايي بېنک له خوا یو ارب ډالر هم شامل دي چې په راتلونکو دریوو کلونو کې به پاکستان ته ورکول کېږي.

امریکا ویلي چې دوی به ۱۰۰ میلیونه ډالر نور ورکوي او اروپايي ټولنې ویلي چې دوی به هم د نویو مرستو په توګه پاکستان ته په لسګونه میلیونه ډالر ورکوي. دا ژمنې د جنورۍ پر نهمه په جېنېوا کې د شوې هغې غونډې پرمهال شوې دي چې د ملګرو ملتونو له خوا راجوړه شوې وه. د دې ځانګړې کنفرانس هدف دا وو چې د سېلاب ځپلي پاکستان لپاره مرستې راغونډې کړل شي چې هغوی د اقلیمي بدلون په لړ کې بدلونونه عملي کړای شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د دې کنفرنس په پيل کې وویل چې په هېواد کې یې د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې تر سېلابونو وروسته د بحالي او بیا ودانۍ چارې لا پای ته نه دي رسېدلې. نوموړي له سېلاب ځپلو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو مننه وکړه.

شریف وویل، د سیند او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې سېلابي اوبه ولاړې دي. د ده په خبره، د وسې او پشکال تر بارانونو وروسته سېلابونو تر ۳۰ مېلیونه زیات خلک اغېزمن کړل، تر اته مېلیونه زیات کسان بې کوره شول او شاوخوا ۸،۰۰۰ کېلومیټره سړکونه یې ړنګ کړل. هغه زیاته کړه چې هېواد یې د بحالۍ او بیارغونې چارو لپاره څه د پاسه ۱۶ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

د جینیوا په غونډه کې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د نړیوالې ټولنې پر مالي مرستو بحث وکړ او د پر هغو چارو خبرې وشوې چې په پاکستان کې د سېلاب ځپلو د بحالۍ لپاره ګټورې تمامېدلی شي. ملګرو ملتونو د جنورۍ پر اتمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د لوړې سطحې د کنفرانس موخه له خلکو او د پاکستان له حکومت سره د نړیوال ملاتړ پراخول دي.

په بیان کې راغلي چې د مالي مرستو له لارې به پاکستان د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د ورښتونو او لویو سېلابونو له کبله د ړنګې او زیانمنې بېخبنا (انفراسټرکچر) د بیارغونې، د سېلاب ځپلو د کورونو بیاودانۍ او ورسره د اړینې مرستې او داراز، د اب و هوا (اقلیم) بدلون پر وړاندې د مقاومت جوګه شي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال د جون له نیمايي څخه تر اګست پورې بارانونو او سېلابونو لوی زیانونه واړول. د هغه هېواد حکومت وايي چې سېلابونو پاکستان ته د شاوخوا ۳۰ اربه امریکايي ډالرو تاوان اړولی دی.

پاکستان له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره هم مخامخ دی چې له وجې یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پور هم اخیستی دی.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *