Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د سیند صوبې له زندانونو ۳۰۳ نور افغانان خپل هېواد ته لېږل شوي دي

0
د سیند صوبې له زندانونو ۳۰۳ نور افغانان خپل هېواد ته لېږل شوي دي

د پاکستان د سیند صوبې له زندانونو څخه خوشي شوي نور ۳۰۳ افغانان خپل هیواد ته لېږل شوي دي.

د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې د نیول شویو د کډوالو وکیلې منیزې کاکړې نن مشال راډیو ته وویل چې پرون د حېدر اباد له زندانه په لېږل شویو دې کډوالو کې ۶۳مېرمنې او ۷۱ ماشومان هم شامل دي.

د دې په وینا، دوی د سزا ګانو پوره کولو او جرمانې تر ورکولو وروسته د عدالتونو په حکم خوشي شوي او افغانستان ته استول شوي دي. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۷ مه هم د کراچۍ له زندانونو ۳۰۱ افغانان خپل هیواد ته استول شوي وو. دغه افغانان له تېرو پینځو مياشتو راهيسې په بېلابېلو زندانونو کې بند ول او عدالتونو یې د خوشې کولو او افغانستان ته د ستنولو امر کړی وو.

دا هغه افغانان دي چې پوليسو په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي ول. په دوی کې یوشمېر وايي چې پولیس یې پر قانوني اسنادو سربېره نیسي او پیسې ورڅخه اخلي خو پولیس دا تور ردوي. ګڼ نور افغانان لا هم په زندان کې پاتې دي او خپلوان یې وايي چې ورسره په اسانۍ ملاقات نه شي کولای. پولیسو د دوی د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

اکثره دا افغانان له هغه وروسته پاکستان ته اوښتي چې طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو او له هغه راهیسې له دې هیواد څخه د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده. په دوی کې یو شمېر هغه خلک دي‌ چې د طالبانو د حکومت له خوا ځان ته خطر احساسوي او ګڼ شمېر داسې دي چې په هیواد کې د بې روزګارۍ له کبله پر وتلو مجبور شوي دي.

په کراچۍ کې د نيول شویو افغانانو وکيله منېزه کاکړه وايي چې دوی په پاکستان کې د بشري حقونو ملي ادارې ته خوست کړی دی چي په زندانو کې د بندو افغان ميرمنو او نورو ناروغانو درملنې دې وشي.

هغې د جنورۍ په اوومه نېټه مشال راډيو ته وويل: "د کراچۍ په زندان کي اووه افغان مېرمنې حامله دي. هغوی ښه درملنې ته اړتيا لري او د کراچۍ د لانډي په زندان کې بند زياتره افغانان ماشومان او ځوانان د پوستوکي د خارش په ناروغۍ اخته شوي دي."











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *