د پېښور پوليس لاين جمات کې بريد ۳۲ کسان وژلي او شاوخوا ۱۴۷ يې ژوبل کړي
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې په پوليس لاين کې په يوه بريد کې د د لېډی رېډنګ روغتون د وياند په وينا، ۳۲ کسان وژل شوي دي. محمد عاصم رسنيو ته ويلي چې په حمله کې ۱۴۷ کسان ژوبل هم دي. تراوسه پورې هیچا د حملې ذمه واري نه ده منلې.