Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 12.01.2023

اسلامي دولت ډلې کابل کې د پروني خونړي بريد مسؤليت ومانه

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسولیت پر غاړه واخیست. په دغه ځانمرګي برید کې چې پرون مازیګر د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ په مخ کې وشو، چارواکو د لږ تر لږه پنځو کسانو د وژل کېدو خبره کړې خو د ځینې راپورونو له‌مخې د وژل شویو کسانو شمېر له دې زیات دی. ایمرجنسي روغتون چې د برید ځای ته نژدې فعالیت کوي، ویلي چې له ۴۰ زیات ټپیان ور وړل شوي دي. د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش پورې تړلې اعماق خبري اژانس پر ټلګرام په یوه بیان کې د دغه برید د مسولیت اخیستو ترڅنګ... Читать дальше...

زلنسکي د روسي ځواکونو له‌خوا د سوليدار ښار د نيولو ادعا رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر او پوځ د روسیې هغه ادعا رد کړې چې ګواکې سولیدار ښار یې نیولی دی. ولودمیر زلنسکي پرون مازیګر په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، ترهګرو داسې تبلیغ کړی چې ګواکې سولیدار ښار یې نیولی، خو په خبره یې اوس دغه ښار کې جګړه روانه ده. د اوکراین پوځ ویلي، د روسي پوځیانو ته د دونيڅک سیمې په جګړه کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په همدې حال کې د کریملن ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، روسي ځواکونو اوکراین کې یو څه پرمختګ کړی، خو په خبره یې چارواکي نباید په بېړې دا پرمختګونه " بریاوې" اعلان کړي.

د ايران د دفاع وزارت پر يوه پخواني چارواکي د اعدام حکم شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران سترې محکمې د دغه هېواد د دفاع وزارت د یوه پخواني چارواکي علي رضا اکبري د اعدام حکم تایید کړی دی. د ایران د استخباراتو وزارت پرون چهارشنبه وویل، اکبري چې د ایران او بریتانیا تابعیت لري، په جاسوسۍ تورن دی. هغه دا تورونه رد کړي دي. د علي رضا اکبري میرمنې بي‌بي‌سي فارسي ته ویلي، پر مېړه یې د اعدام حکم صادر شوی دی. اکبري له ۲۰۱۹ کال را په دې خوا په زندان کې دی او پرون په اعدام محکوم شو. په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي په یوه ټویټ کې ویلي، ایران باید د اکبري د اعدام حکم لغوه کړي.

د ژورنالېستانو ملي ټولنه: د طالبانو له بياځلي واک راهيسې ۳۸۷ رسنيو فعاليت درولی دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې ۳۸۷ رسنیو دغه هېواد کې فعالیت درولی دی. د هغو تازه موندنو له‌مخې چې پرون چهارشنبه د دغې ټولنې له‌خوا خپرې شوې، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې افغانستان کې ۵۷۹ رسنۍ فعالې وې چې اوس یې شمېر ۱۹۲ ته راټیټ شوی دی. په دغو موندنو کې ویل شوي چې، د رسنیو د برخې ۷۰ سلنه نارینه و او ۳۰ سلنه ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په یوه او بله پلمه پر ازادو رسنیو محدودیتونه لګولي دي. Читать дальше...

طالب چارواکي: د سالنګ لار به تر نا معلوم وخت پورې تړلي وي

Pa.azadiradio.com 

په پروان کې د طالبانو چارواکي وایي، د سالنګ لویه لاره به د درنې واورې او توپانونو له کبله تر نامعلوم وخته پورې بنده وي. په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند سید حکمت الله شمیم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، چې سالنګ کې د پنځو بندو شویو موټرو مسافر ژغورل شوي دي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر محمد یعقوب هم ازادي راډیو ته ویلي، چې بند پاتې کسان ژغورل شوي، خو چاته زیان نه‌دی اوښتی. نوموړي ويلي: "توپان ډېر شدید و، هغه موټر چې بند پاتې وو، مسافر مو ترې را وایستل، هیچا ته ځاني او مالي زیان... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو استازې: طالبان دې د ښځو پر ضد کمپاين پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتومبایوا ویلي، طالبان باید د ښځو په ضد خپل شدید کمپاین پای ته ورسوي. یوناما پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي چې مېرمن اوتومبایوا په دې اړه د نړۍ خبرداری د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته رسولی دی. یوناما لیکلي، طالبان باید د ښځو پر تحصیل او کار لګول شوي بندیزونه لغوه کړي څو د دوی په باور د افغانستان د بې‌ثباتۍ او بې‌وزلۍ ستونزه لا پراخه نه‌شي. یوناما په یوه جلا ټویټ کې ویلي چې، د دوی مرستیال مارکوس پوتزل د نجونو... Читать дальше...

د اسلامي همکاريو سازمان: د ښځو پر زده‌کړو او کار بنديز لګول له اسلامي قوانينو سرغړونه ده

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان چې ۵۶ غړي لري غوښتنه وکړه چې ښځې او نجونې باید په افغانستان کې کار او زده‌کړو ته لاس‌رسی ولري. د دغه سازمان په اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه ماښام یې له بېړنۍ غونډې وروسته خپره کړه راغلي، تعلیم ته د نجونو لاس‌رسی د پوهنتون په ګډون په هره کچه چې وي، د بشر اساسي حق دی او نه باید محدود شي. د اعلامیې په دوام راغلي، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي یووالي ملاتړ کوي او هلته د پرمختیا، ثبات، امنیت، سولې او بشري حقونو د تامین غوښتونکی دی. Читать дальше...

يان ايګلنډ: ځينې طالب مشران د نجونو له زده‌کړو او مؤسسو کې له کار کولو سره موافق دي

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا مشر وایي، له طالب چارواکو یې غوښتي چې پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم محدودیتونه لرې کړي څو افغانان زیانمن نه‌شي. یان ایګلنډ پرون د جنورۍ په ۱۱مه ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، طالب چارواکو ترې غوښتي چې زغم ولري، خو نوموړی ټینګار کوي چې زغم ډېر خلک زیانمنوي. نوموړی وايي: " کابل کې مې د طالبانو له ځینو وزیرانو سره وکتل، د دوی د اقتصاد او کډوالو له وزیرانو او د بهرنیو چارو له مرستیال سره مې وکتل، له څو نورو طالب مشرانو سره مې هم لیده کاته درلودل، دوی ټول موافق... Читать дальше...

کابل کې د پرونۍ چاودنې د تلفاتو په اړه ضد و نقيض مالومات؛ د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د پرونۍ چاودنې د مرګ‌ژوبلې ضد او نقیض ارقام خپریږي. د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تېر ماخوستن (د جنورۍ په ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې، پيښه کې پنځه تنه وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. ښاغلي ټکور بې له دې چې د برید د څرنګوالي په اړه څه ووایي، برید بې هدفه او بزدلانه عمل وباله. نوموړي وويل: "د بهرنیو چارو وزارت پر سړک چې کومه چاودنه شوې وه، له امله یې زمونږ پنځه تنه ملکي هېوادوال شهیدان او یوشمېر نور هم زخمیان دي." د برید د څرنګوالي... Читать дальше...

نیویارک پوسټ: شهزاده هري په افغانستان کې پر خپلو کړنو پښېمانه نه دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه نیویارک پوسټ: نیویارک پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په جګړه کې د یو شمېر طالبانو د وژلو په اړه د برتانوي شهزاه هري لانجمنونو څرګندونو ته پام اړولی او لیکي، شهزاده هري له سي بي اس تلوېزیون سره په تازه مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې، د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژلو په اړه هغه څرګندونې چې د خپلو خاطرو په کتاب کې یې کړي، تحریف شوې بولي او رسنۍ تورنوي چې د ده د څرګندونو یوه برخه یې را اخیستې ده. هغه ویلي، د ده په باور یو له خورا خطرناکو درواغو څخه چې دوی... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *