په هرات کې د سنوکر ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي
د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۸مه) په هرات ولایت کې د سنوکر ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي دي. د افغانستان بدني روزنې د معلوماتو لهمخې چې دا د سنوکر ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو دیارلسم پړاو دی. په دې سیالیو کې د کابل، هرات، ننګرهار، غور او فراه ولایتونو ۱۰۵ لوبغاړو برخه اخيستې ده او یوه اونۍ به دوام وکړي. د یادونې ده چې د افغانستان سنوکر ملي لوبډلې په استازولۍ ریس خان سندزي او صالح محمد محمدي څو ځل د اسيا په کچه په نړیوالو لوبو کې ګډون کړی دی.