Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 03.01.2023

النصر فوټبال لوبډلې د رونالډو د هرکلي لپاره ځانګړي مراسم نيولي

Pa.azadiradio.com 

النصر فوټبال لوبډلې د کریستیانو رونالډو د هرکلي لپاره نن ماښام ځانګړي مراسم نیولي. تمه ده کریستیانو رونالډو د هرکلي په دې مراسمو کې د النصر کمیس په تن کړي او رسماً له خپل نوي ټیم سره یو ځای شي. رونالډو بېګا شپه ریاض ته په لار له الوتکې په لنډ پیغام کې وویل چې: "د ژر لیدو په تمه مو یم." د پرتګال د ملي لوبډلې کپټان کریستیانو رونالډو د دوو کلونو په مخه د کال ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سعودي عربستان له النصر لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی دی. د سعودي عربستان النصر لوبډلې ویلي چې، په بې صبرۍ د رونالډو... Читать дальше...

لوګر کې يوه نوې لرغونې سيمه موندل شوې ده

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس په دغه ولایت کې د یوې نوې لرغونې سیمې د کشف خبر ورکوي. رفیع الله صمیم تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې دا ځای د لوګر د مرکز پل علم ښار ته څېرمه د سپېڅ په سیمه کې دی او د اسلامي دورې مربوط دی. ښاغلی صمیم زیاتوي چې لومړی د سیمې خلکو په دې ځای کې د خټينو لوښو د لیدلو خبر ورکړ او وروسته له کابل څخه راغلي پلاوي د دغه ځای لرغونتیا تثبیت او د ساتنې لپاره یې لازم تدابیر ونیول. د لوګر ولايت څو لرغونې سیمې لري چې تر ټولو مهمه یې د عینکو د کان په سیمه کې ده. Читать дальше...

طالبانو له ايران را وارد شوي د تېلو ۲۶ ټانکرونه بېرته مسترد کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي ۲۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل چې نیمروز ته وارد شوي وو، بېرته ایران ته مسترد کړل. د طالبانو تر کنټرول لاندې د ستندرډ ملي ادارې پرون په یوه بیان کې ویلي چې تر لابراتواري چک وروسته د دغو تېلو نتیجه منفي راختلې وه. د ستندرد ادارې ویلي چې، واردوونکي شرکتونه او اشخاص باید د بې‌کیفیته نفتي موادو له راوړلو ډډه وکړي که نه له قانوني چلند سره به مخ شي. تېره اوونۍ هم اوه ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته مسترد شوي وو. بې‌کیفیته تیل د هوا ککړتیا او د ماشینونو د خرابېدو یو لوی عامل یادیږي.

د يوناما مرستيال له کرزي او د طالبانو د کورنيو چارو له سرپرست وزير سره جلا کتنې کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما دفتر تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې اعلان وکړ چې ښاغلي پوتزل له حامد کرزي سره په لیدنه کې په هغو زیانونو بحث وکړ چې له کار او تعلیم د افغان نجونو او ښځو د مخنیوي په خاطر ټولنې ته اوښتي دي. د یوناما دفتر زیاتوي چې په دې کتنه کې د یوه ملي ډیالوګ د اړتیا په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه. د یوناما مرستیال مارکوس پوتزل له کرزي سره تر لیدنې وروسته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي او د نړیوالې ټولنې غوښتنه یې... Читать дальше...

دونڅيک کې پر روسي ځواکونو بريد؛ مسکو: ۶۳ پوځيان مو وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پوځ د جګړې په یوه نادره اعتراف کې ویلي، د اوکراین د پوځ له‌خوا د روسیې تر ولکې لاندې ښار دونیڅک ته څېرمه په موقتي پوځي اډو د اوکراین د توغندیو په برید کې د دوی ۶۳ پوځیان وژل شوي. روسیې وروسته له هغه د خپلو پوځیانو د وژل کېدو خبره تایید کړه چې د اوکراین پوځ او روس پلوه ټولنیزو شبکو د سلګونه کسانو د وژل کېدو اعلان وکړ. د روسیې د دفاع وزارت ویاند جنرال ایګور کوناشینکوف د دوشنبې په ورځ له مسکوه په یوه پيغام کې وویل: "د کییف رژیم د دونیتسک د خلکو جمهوریت کې ماکییوکا ته نږدې د روسیې د وسله‌والو... Читать дальше...

د پاکستان ملي امنيت کمېټې بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د بريدونو پر ډېرېدو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د ملي امنیت په کمېټه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې په تېره بیا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې په وروستیو بریدونو بحث شوی. د پاکستان صدراعظم شهبازشریف په دې ناسته کې پرون ماښام ټینګار کړی چې وسله‌وال پوځ به د یوه امن او خوندي چاپیریال د رامنځته کولو لپاره غوڅ عمل کوي او د ترهګرۍ ضد ټولې څانګې به د جګړې لپاره په اړینو وړتیاو سمبال شي. د ناستې د پای اعلامیه کې راغلي چې، پاکستان هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته امن پټن‌ځایونه او اسانتیاوې ورکړي. همدا راز زیاته شوې چې پاکستان د خپلو خلکو د ساتنې ټول حقونه لري. Читать дальше...

د ښځو په کار بندیز؛ پي بي ایس: دا بندیز به افغانان له مهمو خدماتو بې برخې کړي

Pa.azadiradio.com 

پي بي ایس: پي بي ایس خپرونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي او د طالب چارواکو ترمنځ غونډې ته پام کړی دی. په دې مقاله کې راغلي چې د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي د طالبانو د حکومت له مرستیال صدراعظم سره وکتل چې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه خبرې وکړي. دا وروسته له هغه چې طالبانو په نادولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ولګاوه. د طالبانو دې پرېکړې چې په نادولتي ادارو کې له کاره د ښځو مخه ونیسي، د نړیوالو مرستندویه سازمانونو لویې ادارې دې ته وهڅولې چې په هېواد کې خپل فعالیتونه وځنډوي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *